— <b>د بولۍ ليکې څخه د کاريال پیلولو پر مهال د کارولو لپاره ارزښتوړي</b>

کله چې د <tt>-v</tt> یا <tt>--version</tt> ارزښتوړي سره پیل شي، د Kickshaw اوسنۍ نسخه ښودل کېږي. <tt>-h</tt> او <tt>--help</tt> ارزښتوړي د دې مشورو کړکۍ ته د لاسرسي څرنګوالي تشریح کولو لپاره کارول کېږي، ورپسې د منل شوو ارزښتوړو لست راځي.
<span size="100">م</span>Kickshaw کولی شي د غورنۍ دوتنې ته د يونلور ارزښتوړي سره هم پیل شي. د یوې ګټورې اغېزې په توګه، دا د دوتنه سمبالګرو کې د تړاو غورنۍ په کارولو سره د Kickshaw سره د غورنۍ دوتنو پرانستل ممکن کوي.

— <b>د Kickshaw لخوا جوړې شوې دوتنې</b>

<b>دایمي</b>

<span size="100">م</span>Kickshaw د کارن د کور نوملړ کې د <tt>.kickshawrc</tt> په نوم خپله د امستنو دوتنه جوړوي.

<b>لنډمهاله</b>

د هر سمون لپاره، د <tt>/tmp/kickshaw.XXXXXX</tt> کې د واپسي دېرې دوتنه جوړه کېږي (X ګانې د خوښې توري او شمېرو لپاره ځای نیونکې دي). که چېرې کاريال په ناڅاپي توګه بند شي، پوښۍ به پاتې شي، خو دا باید اندېښنه رامنځته نه کړي ځکه چې دا یوازې وړې دوتنې لري او معمولاً به تر راتلونکي بیا پیل پورې په خودکاره توګه ړنګه شي.

<span size="100">م</span>Kickshaw همداراز د کور پوښۍ کې د <tt>.kickshaw_autosave</tt> په نوم یوه د خودکار ساتلو دوتنه جوړوي. دا د هر سمون وروسته نوې کېږي او کله چې کاريال وتړل شي نو ړنګېږي. که چېرې Kickshaw په ناسمه توګه ودرول شوی وي، د کاريال په راتلونکي پیل کې له کارن څخه پوښتنه کېږي چې ایا غواړي غورنۍ له خودکار ساتلو څخه بیا راوړي یا خودکار ساتل ړنګ کړي.
